ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو مرستیال مولوي حیات‌الله مهاجر فراهي په مشرۍ د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه.

د غونډې په پيل کې د کمېسیون منشي د تېرې غونډې راپور وړاندې کړ او د کمېسيون لاسته راوړنې او فعالیتونه مثبت وارزول شول.

په دې غونډه کې هغه کتابونه چې د اسلامي او افغاني ارزښتونو سره سم لیکل شوي وو، د چاپ اجازه ترلاسه کړه، همدارنګه د ۳۵ بېلابېلو عنوانونو درلودونکي ۶۲۰ ټوکه صادره او وارد شویو کتابونو په اړه هم لازمې پرېکړې وشوې.

د یادونې وړ ده، چې د غونډې په پای کې ۱۰ ټوکه هغه کتابونه چې کمېسیون ته د ارزونې په موخه رالېږل شوي وو، د ارزونې لپاره د کمېسیون غړو ته وسپارل شول، تر څو راتلونکې غونډې ته يې راپور وړاندې کړي.