د سیاسي چارو کارپوه محمد هاشم الکوزي د افغانستان ملي راډیو ټلویزیون کې د سیاسي چارو له کارپوهانو سره د همغږۍ په موخه جوړه شوې غونډه کې ویلي، چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه یوازې نه دي، بلکې ټول ولس یې تر څنګ ولاړ دی.
ښاغلي الکوزي بهر مېشتو مخربینو ته په خطاب کې ویلي: “ملی خیانت مه کوئ دلته د ارزښتونو خبره ده.”
دغه راز نوموړي ټینګار کړی، چې د کورنیو ستونزو پر ځای باید دښمن ته پام وشي.
همدا راز ښاغلي الکوزي د اسلامي امارت مشرتابه ته په خطاب کې ویلي، ستاسې په غږ د دښمن پر وړاندې درېدو ته چمتو یو.

