د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي له سي بي ایس خبري شبکې سره په خبرو کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه ادعا رد کړه، چې ګواکې ایران د اوربند یا خبرو غوښتنه کړې ده.
عراقچي ویلي، د ایران وسلهوال ځواکونه به تر هغې جګړې ته دوام ورکړي چې د امریکا ولسمشر درک کړي هغه جګړه چې نوموړی یې پر ایرانیانو او امریکایانو تحمیلوي غلطه ده، او هېڅکله باید بیا تکرار نه شي.

