بسم ﷲ الرحمن الرحیم
الحمد لله نحمده ونستعينه ونستغفره ونتوب إليه ونعوذ بالله من شرور أنفسنا ومن سيئات أعمالنا من يهده ﷲ فلا مضل له ومن يضلل فلا هادي له وأشهد أن لا إله إلا ﷲ وحده لا شريك له وأشهد أن محمدا عبده ورسوله.
أما بعد:
فقد قال الله سبحانه وتعالى في القرآن الكريم: {قَدْ أَفْلَحَ مَنْ تَزَكَّى ، وَذَكَرَ اسْمَ رَبِّهِ فَصَلَّى} [الأعلى: ۱۴، ۱۵].
ترجمه: په تحقیق بری موندلی، (په مراد رسېدلي دي) هغه څوک چې پاک شوي دي(په ایمان سره له معاصیو) او یاد یې کړ نوم د رب خپل(په تکبیر سره) بیا یې لمونځ وکړ(چې نښه د اسلام ده). [کابلی تفسیر]
و عن ابي هریرة رضي الله تعالی عنه قال، قال النبي صلى الله عليه وسلم: ((كل عمل ابن آدم يضاعف الحسنة بعشر أمثالها إلى سبعمائة ضعف قال الله تعالى : إلا الصوم فإنه لي وأنا أجزي به يدع شهوته وطعامه من أجلي للصائم فرحتان : فرحة عند فطره وفرحة عند لقاء ربه ولخلوف فم الصائم أطيب عند الله من ريح المسك والصيام جنة وإذا كان يوم صوم أحدكم فلا يرفث ولا يصخب، فإن سابه أحد أو قاتله فليقل إني امرء الصائم)). مشکوة شریف، متفق علیه
ترجمه: د حضرت ابو هریرة رضي الله تعالی عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل، د انسان د هر نيک عمل ثواب داسي زياتيږي، چې د يوې نيکۍ ثواب لس برابره ورکول کیږي، ترڅو چې دا ثواب اووه سوه پورې رسیږي، الله تعالی فرمايلي دي، د روژې ثواب تر دې هم زيات دی، ځکه چې روژه يوازې زما لپاره ده او زه به د دې ثواب ورکوم. (روژه نيونکی) خپل خواهشات او خپل خوراک يوازې زما د رضا لپاره پریږدي او هغه ته دوې خوښۍ ترلاسه کيږي، يوه خوښي د روژه ماتي پر وخت او دوهمه خوښي د خپل پروردګار سره د ملاقات پر وخت. د روژه نيونکي د خولې بوی د الله په نزد تر مشکو هم زیات خوشبو داره دی، او روژه سپر دی، هر کله چې په تاسو کې د يو چا روژه وي، نو د فحش خبرې دي نه کوي، نه دي پالتو چيغې وهي. که څوک هغه ته بد ووايي يا د جګړې کولو اراده ورسره وکړي، نو هغه ته دي ووايي چې زما روژه ده. بخاري او مسلم
د افغانستان مؤمنو او مجاهدو خلکو او د نړۍ مسلمانانو ته!
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
د نېکمرغه کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت تاسو د افغانستان مجاهد او متدينو خلکو او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته مبارکۍ وایم او له الله تعالی څخه غواړم چې د روژې په مبارکې میاشت کې زموږ او ستاسو روژې، تراویح، او نور عبادتونه او خدمتونه په خپل عالي دربار کې قبول او منظور وګرځوي، مونږ او تاسو ټول د تقویٰ، اخلاص او استقامت په لاره ثابت قدمه ولري او د دنیوي او اخروي ژوندانه سعادتونه او نېکمرغۍ راپه برخه کړي.
محترمو ورونو!
الله تعالی د روژې مبارکه میاشت د صبر، تقویٰ او اجتماعي همدردۍ میاشت ګرځولې ده. الله تعالی فرمایلي دي: يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِنْ قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ [سورة البقرة، ۱۸۳].
ترجمه: ای هغو کسانو چې ایمان یې راوړی دی (ای مؤمنانو!) فرض کړی شوې ده، پر تاسې باندې روژه؛ لکه چې فرض کړی شوې وه، په هغو کسانو چې پخوا له تاسې څخه وو، (لکه پخواني امتونه، او پيغمبران علی نبینا و علیهم السلام) لپاره د دې چې تاسي ځان وساتئ! ( له ګناهونو څخه او پرهیزګاران شئ، ځکه چې روژه د شهواني قوې ماتوونکې ده). کابلی تفسیر
او رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: وعن سلمان رضی الله تعالی عنه قال : خطبنا رسول الله صلى الله عليه وسلم في آخر يوم من شعبان فقال : ” يا أيها الناس قد أظلكم شهر عظيم شهر مبارك شهر فيه ليلة خير من ألف شهر جعل الله تعالى صيامه فريضة وقيام ليله تطوعا من تقرب فيه بخصلة من الخير كان كمن أدى فريضة فيما سواه ومن أدى فريضة فيه كان كمن أدى سبعين فريضة فيما سواه وهو شهر الصبر والصبر ثوابه الجنة وشهر المواساة وشهر يزداد فيه رزق المؤمن من فطر فيه صائما كان له مغفرة لذنوبه وعتق رقبته من النار وكان له مثل أجره من غير أن ينقص من أجره شيء ” قلنا : يا رسول الله ليس كلنا يجد ما نفطر به الصائم . فقال رسول الله صلى الله عليه وسلم : ” يعطي الله هذا الثواب من فطر صائما على مذقة لبن أو تمرة أو شربة من ماء ومن أشبع صائما سقاه الله من حوضي شربة لا يظمأ حتى يدخل الجنة وهو شهر أوله رحمة وأوسطه مغفرة وآخره عتق من النار ومن خفف عن مملوكه فيه غفر الله له وأعتقه من النار ” مشکوة “
ترجمه: د حضرت سلمان فارسي رضي الله تعالی عنه روايت دی چې د شعبان په اخري ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته خطبه راکړه او وه یې فرمایل: اې خلکو! يوه لويه مياشت پر تاسو سايه غوړولې ده، چې ډيره برکتناکه مياشت ده. دا داسې مياشت ده چې په دې کې يوه شپه ده چې تر زرو مياشتو غوره ده، د دې مياشتې روژې الله تعالی فرض کړي او د دې مياشتې عبادت يې نفل ګرځولی دی. څوک چې په دې مياشت کې په نيکۍ سره د الله تعالی قرب ولټوي، نو د هغه ثواب دومره دی، څومره چې د فرضو د رمضان د مياشتې پرته په نورو مياشتو کې دی. څوک چې په دې مياشت کې فرض لمونځ ادا کړي، د هغې ثواب د رمضان د مياشتې پرته د نورو مياشتو د اويا فرضو برابر دی. دا مياشت د صبر مياشت ده او د صبر ثواب جنت دی. دا مياشت د غمخوارۍ مياشت ده. دا مياشت يوه داسي مياشت ده چې په دې کې د مؤمن رزق زياتيږي. څوک چې په دې مياشت کې د يوه روژه نيونکي د روژه ماتي بندوبست وکړي، نو د هغه د ګناهونو د بخښنې او د دوزخ د اور څخه د خلاصون سبب کېږي او هغه ته د روژه نيونکي د روژې برابر ثواب ورکول کيږي او په دې سره د روژه نيونکي ثواب هم نه کمیږي. موږ پوښتنه وکړه اې د الله رسوله! زموږ سره دومره سامان نسته چې د روژه نيونکي روژه ماتي ورکړو، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: الله تعالی دا ثواب هغه چاته هم ورکوي چې د شیدو يو غړپ يا په خرما سره يا د اوبو يوه غړپ سره د چا روژه ماتی وکړي. څوک چې روژه نيونکي ته په په ماړه نس ډوډۍ ورکړی، الله تعالی به هغه زما په حوض داسي اوبه کړي چې بیا به هيڅکله نه تږی کيږي، ترڅو چې جنت ته ولاړ سي. دا مياشت داسې مياشت ده چې په لومړی کې رحمت دی، په منځ کې بخښنه او په پای کې د دوږخ څخه خلاصون دی. چا چې په دې مياشت کې د خپل روژه نيونکی غلام څخه لږ کار واخيستی او د هغه په کار کې يې کمي وکړل، نو الله يې بخښي او د دوږخ څخه خلاصون ورکوي.
د روژې مبارکې میاشتې په پای ته رسېدو سره نن هغه مبارکه ورځ ده، چې په دې ورځ کې مسلمانان سرسایه او د کوچني اختر لمونځ اداء کوي لکه چې الله پاک فرمايلي دي: {قَدْ أَفْلَحَ مَنْ تَزَكَّى، وَذَكَرَ اسْمَ رَبِّهِ فَصَلَّى} [الأعلى: ۱۴، ۱۵ ایتونه].
ترجمه: په تحقیق بری موندلی، (په مراد رسیدلي دي) هغه څوک چې پاک شوي دي (په ایمان سره له معاصیو) او یاد یې کړ نوم د رب خپل (په تکبیر سره) بیا یې لمونځ وکړ(چې نښه د اسلام ده). [كابلى تفسير].
دلته د تزکیې څخه مراد د فطر صدقه ده او له ذکر څخه مراد د اختر تکبیرونه دي، او له لمانځه څخه مراد د اختر لمونځ دی، (یعنې د اختر په ورځ اول د فطر صدقه (سرسایه) ورکړه، بیا تکبیرونه ووایه او د اخترلمونځ وکړه). [کابلی تفسیر] او د دې ترڅنک مسلمانان په دې ورځ د خوشحالۍ اظهار کوي. نو تاسو هم کوښښ وکړئ سرسایه ادا کړئ او مالداره مسلمانان دي د اسلامي ورورولۍ له مخې د نورو نفلي صدقاتو او مالونو په ورکولو سره هم د کونډو، یتیمانو او بېوسو کورنیو خصوصا بې وسه ګاونډیانو سره مرسته او د هغوی لاس نیوی وکړي، تر څو هغوی هم وکولای شي د اختر مبارکې شپې او ورځې په خوښیو او خوشحالیو سره ولمانځي.
عن أنس قال : قدم النبي صلى ﷲ عليه وسلم المدينة ولهم يومان يلعبون فيهما فقال : ” ما هذان اليومان ؟ ” قالوا : كنا نلعب فيهما في الجاهلية فقال رسول ﷲ صلى ﷲ عليه وسلم : ” قد أبدلكم ﷲ بهما خيرا منهما : يوم الأضحى ويوم الفطر ” . رواه أبو داود
ترجمه: انس رضي ﷲ عنه روایت کوي چې کله رسول ﷲ ﷺ مدینې ته راغی، نو هلته د هغوی(مدینې منورې خلکو لره) دوې ورځې وې چې لوبې به پکښې کولې (د جاهلیت د زمانې اخترونه چې نوروز او مهرجان نومېدل). نو رسول ﷲ ﷺ وفرمایل: “ﷲ تعالی تاسو ته د دې دواړو ورځو پر ځای غوره ورځې درکړې دي: د قربانۍ ورځ (د لوی اختر ورځ) او د فطر ورځ (د کوچني اختر ورځ).
په بل حدیث شریف کې راځي: عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ رضي الله عنهما قَالَ: فرض رسول ﷲ صلى ﷲ عليه وسلم زكاة الفطر طهر الصيام من اللغو والرفث وطعمة للمساكين . رواه أبو داود
ترجمه: ابن عباس رضي ﷲ تعالی عنهما روایت کوي چې رسول ﷲ صلی ﷲ علیه وسلم د بېهوده او بدو خبرو څخه د روژې د پاکولو لپاره او په مسکینانو باندې د خوړلو لپاره صدقه فطر لازمه ګرځولې ده.
محترمو مسلمانانو ورونو!
نن موږ په هغه ورځ کې قرار لرو، چې الله تعالی پکې د خلکو ګناهونه بخښي او دعاګانې يې قبلوي. نو تاسو هم ټول باید خپلو مسلمانانو وروڼو ته علی الخصوص امیرالمؤمنین، مجاهدینو، مسئولینو ته د حفاظت او استقامت او د اسلامي شرعي نظام د بقأ دعا وکړئ، د اختر د مبارکو شپو او ورځو د درناوي په موخه خپلمنځي بدبینۍ، زړه بدوالی، بغض او کينې له زړونو څخه وباسئ، يو بل ته بخښنه وکړئ او يو بل ته د اختر مبارکي ورکړئ.
لکه چې الله تعالی فرمایلي دی: الَّذِينَ يُنْفِقُونَ فِي السَّرَّاءِ وَالضَّرَّاءِ وَالْكَاظِمِينَ الْغَيْظَ وَالْعَافِينَ عَنِ النَّاسِ وَاللَّهُ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ. سورة ال عمران، ۱۳۴
ترجمه: هغه کسان چې نفقه ورکوي، ( مال لګوي د الله په نامه) په خوښۍ (یا ارزانۍ یا شتمنۍ کې) او تکلیف (یاقیمتې یا تنګسه کې) او چې زغمونکي د قهر دي، (سره له قدرته) او عفوه کونکي دي، له خلکو ( چې پرې وکړي زیاتی او ظلم) او الله خوښوي نیکي کونکي. کابلی تفسیر
متدینو وطنوالو:
په افغانستان کې د اسلامي امارت تر سیوري لاندې د امربالمعروف، نهي عن المنکر او د شکایتونو اورېدلو وزارت د هر ډول فساد د مخنیوي هڅه کوي.
لکه چې ﷲ تعالی فرمايلي دي: كُنتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَتُؤْمِنُونَ بِالله ۗ…. سورة آل عمران آية ﴿١١٠﴾.
ترجمه: يئ تاسې (ای محمدي امته!) خیر (بهتر د هر هغه) امت چې ایستلي شوي دي، لپاره د خلکو، چې حکم کوئ تاسې (هر چا ته) په معروف (نېکۍ) سره او منع کوئ تاسې (هرڅوک) له منکر (بدۍ) ځینې. کابلی تفسیر
د امربالمعروف، نهي عن المنکر او د شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبین په خپله سعیه او کوښښ سره د خلکو په اصلاح بوخت دي، چې له امله یې د منکراتو کچه ټيټه شوې ده، او دا د اسلامي نظام یو له سترو اهدافو څخه دی چې په ټولنه کې د هر ډول مفاسدو مخنیوی وشي، کله چې فساد ختم شي، زموږ تاسو ژوند سوکاله، عزت مو خوندي، وقار مو پرځای او خلک مو د اسلام له خوند څخه برخمن کېږي او د ﷲ جل جلاله د رحمت مورد ګرځو. د اسلامي امارت ټول ارګانونه همدا ډول عام خلک مو باید د فساد د محوې او له منځه وړلو لپاره د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او د شکایتونو اورېدلو له وزارت سره دوامداره همکاري ولري او ملاتړ یې وکړي، ترڅو له فساد او فتنو څخه پاکه ټولنه ولرو او راتلونکي نسلونه مو د ناسمو عقائدو، ناوړه رواجونو او بد اخلاقیو قرباني نه شي.
د پورته مفاسدو په مخنیوي کې د ټولو علماء کرامو مسئولیت جوړېږي چې د ځوانانو د عقیدو په سمولو او د منکراتو د مخنیوي په برخه کې پوره همکاري وکړي او خپل شرعي مسئولیت ادا کړي، ترڅو د اسلامي امارت ټول فرامین، قوانین او په ځانګړې توګه د امر بالمعروف قانون لا ډير خلکو ته تشریح او په عمل کې پياده شي.
خوږو مسلمانانو ورونو:
الحمدلله چې د ﷲ جل جلاله په نصرت او د اسلامي امارت د مجاهدینو د قربانیو او ستړیاوو په برکت د افغانستان خلک د بل هر وخت په نسبت، په ښه امنیت کې ژوند کوي، باید دا هېره نه کړو چې امنیت یو لوی الهي نعمت دی چې باید له امله یې د ﷲ تعالی دوامداره شکر ادا کړو.
لکه چې ﷲ تعالی فرمايلي دي: وَإِذْ قَالَ إِبْرَاهِيمُ رَبِّ اجْعَلْ هَذَا بَلَدًا آمِنًا وَارْزُقْ أَهْلَهُ مِنَ الثَّمَرَاتِ مَنْ آمَنَ مِنْهُمْ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ … ﴿۱۲۶﴾ سورة البقرة
ترجمه: او (یاد کړه ای محمده!) هغه وخت چې وویل ابراهیم: ای ربه زما! وګرځوه دا ښار (چې کعبه مې په کې ودانه کړېده) ځای د امن. او روزي ورکړه اوسېدونکو ته یې له هر راز میوو نه، هر هغه چا لره چې ایمان یې راوړی دی له دوی ځینې په ﷲ او په ورځ آخره باندې (چې د قیامت ورځ ده). کابلی تفسیر
حضرت ابراهیم عليه السلام لومړی د مکې مکرمې لپاره د امن دعا وکړه او وروسته یې د هغه ښار آبادي وغوښته، له دې څخه واضح کېږي چې امنیت له نورو نعمتونو څخه مخکې یو مهم الهي نعمت دی.
بله دا چې د خپلو امنیتي ځواکونو او مجاهدینو کلک حمایت او ملاتړ وکړئ، ځکه د مجاهدینو او امنیتي ارګانونو د شپو او ورځو زحمتونو نتیجه ده چې نن مو د دښمنانو دسیسې ختمې شوې دي، خلک مو د شپې او ورځې د وطن هرې برخې ته سفرونه کولای شي چې دا ټول باید هېر نه کړو او قدر یې وکړو.
محترمو مؤمنو او مجاهدینو ورونو!
د شاوخوا څلورو لسیزو سختو جګړو، او بالخصوص د امریکا په مشرۍ د غربي نړۍ په ملګرتیا د ډول ډول کړاوونو او تکلیفونو وروسته د الله تعالی په خاص فضل او نصرت د افغانانو د جهاد، اوږدو قربانیو، صبر او استقامت په نتیجه کې د فتحې، عمومي امنیت او د ثبات مرحلې ته ورسېدو. الله تعالی موږ او تاسو د فاسد او غیر شرعي نظام په بدل کې د اسلامي شرعي نظام او د ښه امنیت څښتنان کړي یو، نو باید موږ او تاسو د دې ستر نعمت ډير شکر ادا کړو. تاسو کوښښ وکړئ لکه څنګه مو چې د شرعي نظام د راستلو لپاره قربانۍ ورکړې دي، هغسې د اسلامي شرعي نظام ساتنه او د مسئولینو پوره اطاعت وکړئ، د اسلامي نظام د استحکام لپاره کوښښ وکړئ او د هر قسم اختلافاتو څخه ځانونه وساتئ.
لکه چې الله تعالی فرمایلي دي: }وَإِذْ تَأَذَّنَ رَبُّكُمْ لَئِنْ شَكَرْتُمْ لَأَزِيدَنَّكُمْ وَلَئِنْ كَفَرْتُمْ إِنَّ عَذَابِي لَشَدِيدٌ{ [سورة ابراهیم: ۷]. ترجمه: او یاد کړه هغه وخت چې خبر درکړ تاسې ته، رب ستاسې، په دې چې قسم دی، که چیرې شکر وویستلو تاسې، (په تیرو نعمتونو، احسانونو زما) نو خامخا زیات به کړم، تاسې ته نعمت او قسم دی، که یې بې قدري ناشکري وکړه تاسې، ( د نعمتونو، احسانونو زما) نو بیشکه عذاب زما خامخا ډیر سخت دی. کابلی تفسیر
په بل آیت کریمه کې الله تعالی فرمایلي دي: }وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعاً وَلا تَفَرَّقُوا {[سورة آل عمران: ۱۰۳].
ترجمه: او منګولې ولګوئ (ای مومنانو!) په رسۍ د الله ( چې قرآن دی) ټول او مه سره مختلف کیږئ (وروسته له اسلامه) …. کابلی تفسیر
همدارنګه الله تعالى په يو بل مبارک آیت کې فرمايلي دي: }وَأَطِيعُواْ اللّهَ وَرَسُولَهُ وَلاَ تَنَازَعُواْ فَتَفْشَلُواْ وَتَذْهَبَ رِيحُكُمْ{ … الآیة [ سورة الأنفال: ۴۶].
ترجمه: او حکم ومنئ تاسې د الله، او د رسول د دغه ( الله) او مه کوئ جګړه په خپلو منځونو کې ( په کار دې جهاد کې) پس بې زړه به شئ تاسې او لاړ به شي باد ( د نصرت، قوت او دولت) ستاسې ….
غيورو او مجاهدو خلکو!
د مسلمانانو عزت، کامیابي او سر لوړي د دوی په اتحاد، ورورولۍ او يووالي کې ده؛ نن چې د اختر مبارکه ورځ ده، نو تاسو ټول خپل اتحاد او یووالی لا پياوړی کړئ او د هر ډول سمتي، ژبني او قومي تعصباتو څخه ځانونه وساتئ.
الحمد لله د اسلامي امارت په راتګ سره افغانانو ته الله تعالی له کلونو کلونو مخالفتونو او جګړو وروسته د وحدت او اتفاق ښه فرصت برابر كړی دی، راځئ له دې فرصت څخه ښه ګټه واخلو، خپل وحدت او یووالی چې زموږ ټولو د بریا او عزت راز دی لا زیات محکم او پیاوړی کړو، د دښمنانو دسیسو ته متوجه واوسو، له خپل اسلامي او شرعي نظام او حاکمیت څخه په هر میدان کې کلکه دفاع وکړو او د همدې نظام تر چتر لاندې په عزت او حریت کې ژوند وکړو.
په اخترونو او نورو لمونځونو کې اجتماعات او راټولېدل هم موږ ته د اتفاق، وحدت او ورورولۍ پيغام راکوي، موږ ته دا را زده کوي چې موږ باید د نورو مسلمانانو په خوشحالۍ خوښ او پر خفګان یې خفه شو، که د نړۍ په کومه برخه کې مسلمانان له ځور، درد او غم سره مخ وي، زموږ او ستاسو مکلفیت دی چې د هغوی په غم او درد کې ځان ورسره شریک وګڼو؛ ځکه چې مسلمانان د يو جسم حیثیت لري، لکه چې رسول ﷲ ﷺ فرمایلي دي: ((مَثَلُ الْمُؤْمِنِينَ فِي تَوَادِّهِمْ وَتَرَاحُمِهِمْ وَتَعَاطُفِهِمْ، مَثَلُ الْجَسَدِ، إِذَا اشْتَكَى مِنْهُ عُضْوٌ، تَدَاعَى لَهُ سَائِرُ الْجَسَدِ بِالسَّهَرِ وَالْحُمَّى)). [صحیح مسلم، كتاب البر والصلة والآداب، باب تراحم المؤمنين وتعاطفهم وتعاضدهم]
ترجمه: د مؤمنانو مثال له یو بل سره په خپلمنځي مینه، مهربانۍ او شفقت کې د یو بدن په شان دی؛ که د بدن یو اندام دردمن شي، نو ټول بدن ورسره بې خوبه او په تبه وي.
محترمو مسلمانانو ورونو!
لکه څرنګه مو چې په تیر کې د فرمانونو، حکمونو او قوانینو اطاعت کړی، په راتلونکې کې هم دوام ورکړئ، ځکه د أولي الأمر د فرمانونو، قوانینو او حکمونو اطاعت او پیروي د قرآن کریم د صریح آیت مطابق پر هر مسلمان باندې فرض ده. الله جل جلاله فرمايلي دي: }يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ وَأُولِي الأَمْرِ مِنْكُمْ} سورة النساء: ۵۹ .
ترجمه: ای هغو کسانو چې ایمان یې راوړی دی، (ای مومنانو!) حکم ومنئ تاسې، د الله! او حکم ومنئ تاسې د رسول ( دالله) او (حکم ومنئ) د خاوندانو د حکم له تاسې ( مسلمانانو یعنې حاکمانو او مشرانو!).
مسلمانانو ورونو!
د دیني پرمختګ سره سره اعمار، رغول او د مځکې ابادول هم د اسلامي نظام مسؤلیت دی. مسؤلین او غیر مسؤلین دي کوښښ وکړي، د دیني خدماتو ترڅنګ د ابادي خدماتو ته توجه وکړي.
الله تعالی فرمایلي دي: {هُوَ أَنْشَأَكُمْ مِنَ الْأَرْضِ وَاسْتَعْمَرَكُمْ فِيهَا} [هود: ۶۱].
ترجمه:
همدغه (الله) پیدا کړي یئ تاسې له ځمکې (چې آدم یا ماده د نطفې ده) او اوږده عمرونه یې درکړي دي تاسې ته، په دغې ( ځمکې) کې. کابلی تفسیر
مجاهدو او متدینو خلکو!
د تعلیم او تربیې په برخه کې پوره کوښښ وکړئ، د ځوانانو، عوامو خلکو او مجاهدینو د افکارو د تنویر او دیني تندې خړوبولو په موخه پوره توجه وکړئ، مسئولین دې، تربیتي حلقې او اصلاحي مجلسونو ورته برابر کړي، په کومه ساحه کې چې مساجد نه وي، هلته مسجدونه اباد کړئ، علماء کرام دې په مساجدو کې خلکو، ځوانانو او ماشومانوته دیني تعلیم ورکړي، له خپلو مهاجرو وروڼو سره چې د نورو ملکو څخه راستنیږی، ټول افغانان دي د دوی سره مرسته او همکاري وکړي.
محترمو مسلمانانو!
اسلامي امارت غواړي له اسلامي نړۍ سره د اسلامي اخوت په اساس ټينګې او ښې اړیکې ولري. ﷲ تعالی فرمايي: إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ… سورة الحجرات آیة ﴿١٠﴾ .
ترجمه: بېشکه چې مؤمنان ټول (په دین کې) سره وروڼه دي. کابلی تفسیر
همدا راز غواړي له نورو ملکونو سره په اسلامي اصولو ولاړې ښې او ګټورې اړیکې ولري. له ټولو خواوو څخه غواړو چې د افغانستان د خلکو معتقداتو او ارزښتونو ته درناوی وکړي او زموږ په کورنیو چارو کې مداخله ونه کړي.
اسلامي امارت د نړۍ په هره برخه کې د مسلمانانو پر وړاندې ناوړه کړنې او د هغوی پر حقوقو تجاوز ظلم بولي او په کلکو ټکو یې غندي.
په پای کې یو ځل بیا د کوچني اختر د مبارکو شپو او ورځو په مناسبت تاسو ټولو درنو افغانانو او د نړۍ مسلمانانو ته د زړه له کومې مبارکي وړاندې کوم، الله تعالی دې مونږ او ټول اسلامي امت له هر ډول آفتونو، ستونزو او ناخوالو څخه وساتي، شهیدانو ته دې لوړ درجات، ټپیانو او ناروغانو ته عاجله شفاء او ټولو مسلمانانو ته عزت، اتفاق او بریا په نصیب کړي. آمین یارب العلمین
والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث مولوي هبة ﷲ اخندزاده حفظه ﷲ تعالی
۲۷ رمضان المبارک ۱۴۴۷ هـ ق
۲۵/۱۲/۱۴۰۴هـ ش ــ 2026/3/16م

