د هند بهرنیو چارو وزارت د بیانیې په خپرولو سره یاد بریدونه «بزدلانه» او د نه منلو وړ بللي او زیاته کړې یې ده، چې هېڅ ایمان، قانون او اخلاق پر روغتون او ناروغانو برید نشي توجیې کولای.
د یاد وزارت په بیانیه کې راغلي، چې نړیواله ټولنه باید د دغه جنایت عاملین حساب ته راکاږي او ډاډ تر لاسه کړي، څو د پاکستان له لوري په افغانستان کې د ملکي وګړو بې رحمانه په نښه کول ژر تر ژره ودرېږي.
دغه راز هند یو ځل بیا د افغانستان له حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا څخه ملاتړ اعلان کړی دی.

