ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي قدرت الله جمال: زیارتي او سياحتي شرکتونه باید له اصولو سره سم فعالیت وکړي

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو مرستیال مولوي قدرت الله جمال د زيارتي او سياحتي شرکتونو له ریيس سره د ليدنې پرمهال د زیارتي او سياحتي شرکتونو پر اصولي فعالیت ټینګار کړی.

ښاغلي جمال ویلي، سیاحتي او زیارتي شرکتونو لپاره جواز اړین دی او له جواز پرته یې فعالیت غیرې قانوني ګڼل کېږي، هغه جوازونه چې د اعتبار موده یې پای ته رسېدلې باید خپل جوازونه نوي کړي.

نوموړي زياته کړې، د شرکتونو له جواز څخه هر ډول ناوړه استفاده کول جرم دی، سرغړونکي به عدلي ارګانونو ته ورپېژندل کېږي.

دغه‌راز د زيارتي او سياحتي شرکتونو ریيس د افغانستان اسلامي امارت له اصولو سره د سم فعاليتونو ترسره کولو ډاډ څرګند کړی او ویلي یې دي، چې د شته نيمګړتیاوو ختمولو هڅې روانې دي.