کوالالمپور کې د اسلامي امارت لوی سفارت د پاکستان پوځي رژیم لهخوا د روږدو پر ۲۰۰۰ بستریز روغتون د ترسره شوي وحشیانه برید د قربانیانو لپاره د فاتحې او دعا مراسم ترسره کړل.
مالیزیا کې د افغانستان سفارت وایي، په دې مراسمو کې د سفارت ډیپلوماټانو او کارکوونکو سربېره مالیزیا کې مېشتو افغانانو او یو شمېر مېلمنو ګډون كړی و.
د دې سفارت په وینا، ښاغلي نقیب الله احمدي د یادې دردونکې او ظالمانه کړنې په اړه ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل چې په ترڅ کې یې تر ۴۰۰ ملکي وګړي شهیدان شوي و.

