ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مالیزیا کې د افغانستان سفارت د کابل د برید قربانیانو ته د دعا مراسم ترسره کړل

کوالالمپور کې د اسلامي امارت لوی سفارت د پاکستان پوځي رژیم له‌خوا د روږدو پر ۲۰۰۰ بستریز روغتون د ترسره شوي وحشیانه برید د قربانیانو لپاره د فاتحې او دعا مراسم ترسره کړل.

مالیزیا کې د افغانستان سفارت وایي، په دې مراسمو کې د سفارت ډیپلوماټانو او کارکوونکو سربېره مالیزیا کې مېشتو افغانانو او یو شمېر مېلمنو ګډون كړی و.

د دې سفارت په وینا، ښاغلي نقیب الله احمدي د یادې دردونکې او ظالمانه کړنې په اړه ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل چې په ترڅ کې یې تر ۴۰۰ ملکي وګړي شهیدان شوي و.