د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان امرخېل وايي، د وروستۍ پېښې په جریان کې چې سلګونه هېوادوال په کې شهیدان شول، د ځینو یې د تدفین مراسم ترسره او ځینې یې کورنیو ته وسپارل شول.
ښاغلی امرخېل زیاتوي؛ لا هم لسګونه جسدونه د عدلیي طب ریاست کې شتون لري، هویت یې نه دی معلوم او کورنیو یې مراجعه نه ده کړې.
نوموړي له هغو کورنیو چې ناروغ یې لا هم نادرکه دی، غوښتي چې د کابل عدلیي طب ریاست ته مراجعه وکړي.

