ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

عمان کې د «امید» روغتون د شهیدانو په یاد د دعا مراسم ترسره شول

عمان کې د اسلامي امارت سفارت کابل کې د «اميد» پر روغتون د پاکستان پوځي رژيم د تر سره شوي بريد د شهيدانو لپاره د دعا او فاتحې مراسم ترسره کړل.

عمان کې د افغانستان سفارت وايي، په دې مراسمو کې د دې سفارت د ډيپلوماتانو او کارکوونکو سربېره، عمان کې مېشتو افغانانو ګډون کړی و.

په دې مراسمو کې ګډونوالو شهيدانو ته‌ د مغفرت او ټپيانو د بېړنۍ روغتيا دعا وکړه.