عمان کې د اسلامي امارت سفارت کابل کې د «اميد» پر روغتون د پاکستان پوځي رژيم د تر سره شوي بريد د شهيدانو لپاره د دعا او فاتحې مراسم ترسره کړل.
عمان کې د افغانستان سفارت وايي، په دې مراسمو کې د دې سفارت د ډيپلوماتانو او کارکوونکو سربېره، عمان کې مېشتو افغانانو ګډون کړی و.
په دې مراسمو کې ګډونوالو شهيدانو ته د مغفرت او ټپيانو د بېړنۍ روغتيا دعا وکړه.

