ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د روسیې په هوايي بریدونو کې د اوکراین د کیف په سیمه کې ۱۵ کسان وژل شوي او ۵۱ نور ټپیان دي


د اوکراین د بېړنیو حالاتو ادارې ویلي، چې د روسیې په تازه هوايي بریدونو کې د کیف ښار او شاوخوا سیمو کې لږ تر لږه ۱۵ کسان وژل شوي او ۵۱ نور ټپیان دي.

د راپور له مخې، دغو بریدونو ګودامونو او یو شمېر نورو ودانیو ته هم زیان رسولی دی.

چارواکو ویلي، چې د هوايي بریدونو خبرداری له یوه ساعت څخه ډېر دوام وکړ، په داسې حال کې چې د ژغورنې ډلې لا هم د زیانمنو سیمو د پلټنې او د احتمالي قربانیانو د ژغورنې عملیات پرمخ وړي.

د کیف ښاروال ویتالي کلیچکو ویلي، چې په پلازمېنه کې یو کس وژل شوی او ښايي لا هم یو شمېر کسان د نړېدلو ودانیو تر کنډوالو لاندې بند پاتې وي.