ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

اسراییلي چارواکي: د ایران په اړه د ټرمپ ډیپلوماټیکې هڅې د اندېښنې وړ دي

د اسراییلو چارواکو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له‌خوا له ایران سره د ډیپلوماټیکو هڅو د بیا پیل په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، داسې ښکاري چې واشنګټن هوډ لري له ایران سره «په هره بیه» یوې هوکړې ته ورسېږي.

د اسراییلو د ۱۲چینل د راپور له مخې، اسراییلي چارواکي د دې خبرو اترو په اړه د امریکا له لوري د مستقیمو معلوماتو او رسمي جزییاتو له نه شریکولو اندېښمن دي. هغوی باور لري چې هره احتمالي هوکړه ښايي د هرمز تنګي په اړه هم ځینې ترتیبات او توافقات ولري.

بل‌خوا، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، چې خبرې اترې لا هم وروستۍ شوې نه دي، خو هیله یې څرګنده کړې چې ډېر ژر به یوې هوکړې ته ورسېږي.