ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د زمري ۲۴مې د نمانځنې په تړاو د صنعت، سوداګرۍ او زراعت د بېلابېلو خونو له استازو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د زمري ۲۴مې (د فتحې ورځې) د نمانځنې کمېټې مسولینو د صنعت او سوداګرۍ وزارت په تالار کې د هېواد د صنعت، سوداګرۍ او زراعت د بېلابېلو خونو له استازو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه.

په دې غونډه کې د اطلاعاتو او ګلتور وزارت د خپرونو چارو مرستیال، ښاغلي مهاجر فراهي، د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صنعت چارو مرستیال مولوي احمدالله زاهد، د اسلامي امارت مرستیال ویاند مولوي حمدالله فطرت او د یو شمېر امارتي ادارو مسؤوینو ګډون کړی و.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صنعت چارو مرستیال مولوي احمدالله زاهد ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، د زمري ۲۴مه د ټولو افغانانو ګډ ویاړ دی او د دې تاریخي ورځې د شانداره نمانځنې لپاره د خصوصي سکټور همکاري مهمه ده.

ورپسې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو مرستیال، ښاغلي مهاجر فراهي، د زمري ۲۴مې نمانځل د ټولو افغانانو ګډ ملي او اسلامي مسولیت وباله او ویې ویل، اسلامي امارت په تېرو پنځو کلونو کې په بېلابېلو برخو کې د پام وړ لاسته راوړنې لرلې دي.

نوموړي زیاته کړه، د فتحې ورځې په مناسبت د ټولو ګډه همکاري د دې ورځې د لا ښې نمانځنې لپاره اړینه ده او دا مراسم به نړۍ ته دا پیغام ورسوي چې افغانان له اوږدو ستونزو او کړاوونو وروسته د یو واحد نظام تر چتر لاندې په امن فضا کې ژوند کوي او د هېواد د پرمختګ لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې کوي.

په همدې حال کې د اسلامي امارت مرستیال ویاند مولوي حمدالله فطرت د غونډې د جوړېدو موخې په اړه خبرې وکړې او ویې ویل، د افغانستان تاریخ له مهمو لاسته راوړنو ډک دی او د زمري ۲۴مه یې له مهمو تاریخي ورځو څخه ده، چې نمانځل یې د ټولو ګډ مسولیت ګڼل کېږي.

نوموړي زیاته کړه، په تېرو پنځو کلونو کې په بېلابېلو برخو، په ځانګړي ډول خصوصي سکټور کې د پام وړ پرمختګونه شوي او اړوندو ادارو د دې سکټور د ودې لپاره اړینې اسانتیاوې برابرې کړې دي.

ښاغلي فطرت له خصوصي سکټور څخه وغوښتل چې د فتحې ورځې د بېلابېلو پروګرامونو په بریالي ترسره کولو کې فعاله همکاري وکړي.

د غونډې په پای کې د صنعت، سوداګرۍ او زراعت د بېلابېلو خونو استازو هم خبرې وکړې او د زمري ۲۴مه یې د ټولو افغانانو ګډ ایماني او ملي مسولیت وباله. هغوی ډاډ ورکړ، چې د یادې ورځې د شانداره نمانځنې لپاره به له اړوندو ادارو سره بشپړه همکاري وکړي.