د پانګونې بینالوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د زمري میاشتې په ۱۳مه، په مرمرینې ماڼۍ کې ترسره شوه.
د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت ویلي، چې په دې غونډه کې د کندز ولایت د ابدان دښتې د ۳۰۰۰ واحده استوګنیز ښارګوټي د جوړولو طرحه د بحث لپاره وړاندې شوه.
د یاد معاونیت په وینا، دغه طرحه د اړتیا او اقتصادي ارزښت له امله مهمه وبلل شوه او د لا ډېرې تخنیکي او مالي ارزونې لپاره ټاکل شوې کمېټې ته وسپارل شوه، ترڅو خپل راپور په ټاکلي وخت د پانګونې بینالوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.
همدارنګه، په دې غونډه کې د بلخ ولایت د مرکز مزارشریف ښار د یوه سوداګریز او استوګنیز مارکېټ د جوړولو پر طرحه هم بحث وشو.
د اقتصادي معاونیت د معلوماتو له مخې، یاده طرحه هم د هراړخیزې تخنیکي او مالي ارزونې لپاره اړوندې کمېټې ته راجع شوې، ترڅو له ارزونې وروسته خپل راپور د پانګونې بینالوزارتي کمېټې ته وسپاري.

