رویټرز خبري اژانس د کلمبیایي چارواکو له قوله ویلي، د کلمبیا د هوایي ځواک یوه الوتکه چې ۱۲۵ تنه پکې سپاره و، د دې هېواد په سویل کې لوېدلې او له کبله یې لږ تر لږه ۳۴ تنه وژل شوي.
د کلمبیایي چارواکو په وینا، په دې پېښه کې ۷۰ تنه ټپیان او ۲۱ تنه نور لا درکه شوي دي.
د راپور له مخې، دغه پېښه د کلمبیا د هوایي ځواک په تاریخ کې یوه له مرګونو پېښو څخه ګڼل کېږي.

