ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کلمبيا کې د يوې نظامي الوتکې د لوېدو له کبله لږ تر لږه ۳۴ تنه وژل شوي

رویټرز خبري اژانس د کلمبیایي چارواکو له قوله ویلي، د کلمبیا د هوایي ځواک یوه الوتکه چې ۱۲۵ تنه پکې سپاره و، د دې هېواد په سویل کې لوېدلې او له کبله یې لږ تر لږه ۳۴ تنه وژل شوي.

د کلمبیایي چارواکو په وینا، په دې پېښه کې ۷۰ تنه ټپیان او ۲۱ تنه نور لا درکه شوي دي.

د راپور له مخې، دغه پېښه د کلمبیا د هوایي ځواک په تاریخ کې یوه له مرګونو پېښو څخه ګڼل کېږي.