سعودي عربستان کې د افغانستان سفارت ویلي، ټاکل شوې راتلونکې اونۍ (دوشنبه، د مارچ ۳۰مه) په سعودي عربستان کې مېشتو افغانانو ته د نقل معلوماتو بهیر پیل شي.
دغه سفارت زیاته کړې، چې یاده پروسه د افغانستان سفارت له لارې د سعودي عربستان د جوازونو په ادارو کې تر سره کېږي.
د نقل معلوماتو پروسې لپاره لاندې ټکي په نظر کې وساتئ!
- د سفارت په ویب سایټ کې په خپل نوم د حساب جوړول.
- د نقل معلوماتو ځانګړي فورم ډکول.
- افغان او پاکستاني پاسپورت باید نوم، د پلار نوم، تاریخ تولد کې فرق ونه لري.
- د اړین اسنادو لکه پاسپورټ، پېژندپاڼه او اقامې کاپي پورته کول.
- سفارت ته د مراجعې لپاره د سستم له لارې د وخت اخیستل.
لومړی نوبت واخلئ!
تر هر څه وړاندې باید د سفارت د ویب سایټ له لارې نوبت (موعد) واخیستل شي.
د موعد له ټاکنې وروسته د لیکلي پیغام په توګه ستاسې ثبت شوې شمېرې ته لیږل کیږي، لطفا له نوبت اخیستلو پرته سفارت ته د راتللو زحمت مه باسئ.
د ویب سایټ ادرس دادی: http://afgembassy.net
لاندې ټول اسناد راوړئ!
د دې لپاره چې د نقل معلومات ترڅنګ د نوي پاسپورت د ترلاسه کولو چارې مو په یو ځای ترسره شي نو سفارت ته د مراجعې په وخت لاندې ټول اسناد له ځان سره راوړل اړین دي، که اسناد نیمګړي وي نو ستاسې کار نه شي ترسره کیدلای.
- د نقل معلوماتو د ځانګړی فورم پرنټ.
- د تثبیت هویت لپاره د دوه تنه شاهدانو عکسونه او د تذکرو کاپيانې یې.
- په جوازاتو کې د ګوتو نښان (بصمه) درلودل.
- له ابشر څخه (خلو سوابق) د عدم مسولیت جرمي سند.
- اصل پاکستانی پاسپورټ، چې د سعودي عربستان د دخول ویزه ولري.
- ستاسې د پاکستاني پاسپورټ، اقامې او ویزې درې درې کاپیاني.
- ستاسې د پېژندپاڼې دوه عدد کاپیاني.
- اووه دانې د پاسپورت سایز( 4X5) عکسونه، چې شاته پرده یې سپینه وي او فوټوشاپ شوی نه وي.
- د جوازونو ابشر پرنټ.
- عنوان الوطني (د استوګن ادرس )
نوټ: هغه هېوادوال چې له پخوا د پاکستاني پاسپورت سره یوشان افغانی پاسپورټ لري، کولای شي له نوبت اخیستلو ورسته سفارت ته مراجعه وکړي، او د مراجعې په وخت باید لاندې ذکر شوي اسناد له ځانه سره ولري:
- اصلي پاکستاني پاسپورټ چې د سعودي عربستان د دخول ویزه ولري.
- د پاسپورټ او ویزې کاپي.
- اصلي افغانی پاسپورټ چې د پاکستاني پاسپورټ سره ورته وي او کاپي یې.
- اصل اقامه او کاپي یې.
- عدم مسولیت جرمي سند (خلو سوابق) له ابشر.
- اووه دانې( 4X5) سایز عکسونه، چې د عکس شاته پرده سپینه وي او فوټوشاپ نه وي.
- د ابشر پرنټ
- عنوان الوطني ( د استوګن ادرس )
د یادونې وړ ده چې د افغان او پاکستاني پاسپورټ لرونکي مراجعین کولای شي چې دواړه پاسپورټونه او ورسره اړوند نور اسناد په جده کې د افغانستان جنرال قونسلګرۍ له لارې هم د نقل معلوماتو پروسې ته وړاندې کړي.
نوټ: هغه هېوادوال چې لاندې ستونزي ولري، لومړی باید پورته یاد شوي ستونزې حل کړي له هغه وروسته دې د نقل معلوماتو پروسې لپاره نوم لیکنه وکړي.
- ترافیکي جریمې (مخالفات مروری) لري.
- بلاغ هروب.
- ایقاف خدمات.
- نوم یې بدل کړی وي، عمر یې اقامه او پاسپورټ کې فرق لري او یا یې هم د افغاني پاسپورټ شمېره د جوازاتو په سیستم کې پورته کړی وي.
- اقامه یې له وخته تېره وي.
- لومړی پاکستانۍ پاسپورټ چې د سعودي عربستان د دخول ویزه په کې وي، لا درکه شوی وي باید له ځانه سره د ورک شوي پاسپورټ سند ( بلاغ فقدان الجواز )، کوم چې د جوازاتو له ادارې صادر کیږي، ولري.

