ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ټاکل شوې راتلونکې اونۍ په سعودي عربستان کې مېشتو افغانانو ته د نقل معلوماتو بهیر پیل شي

سعودي عربستان کې د افغانستان سفارت ویلي، ټاکل شوې راتلونکې اونۍ (دوشنبه، د مارچ ۳۰مه) په سعودي عربستان کې مېشتو افغانانو ته د نقل معلوماتو بهیر پیل شي.

دغه سفارت زیاته کړې، چې یاده پروسه د افغانستان سفارت له لارې د سعودي عربستان د جوازونو په ادارو کې تر سره کېږي.

د نقل معلوماتو پروسې لپاره لاندې ټکي په نظر کې وساتئ!

  1. د سفارت په ویب سایټ کې په خپل نوم د حساب جوړول.
  2. د نقل معلوماتو ځانګړي فورم ډکول.
  3. افغان او پاکستاني پاسپورت باید نوم، د پلار نوم، تاریخ تولد کې فرق ونه لري.
  4. د اړین اسنادو لکه پاسپورټ، پېژندپاڼه او اقامې کاپي پورته کول.
  5. سفارت ته د مراجعې لپاره د سستم له لارې د وخت اخیستل.

 لومړی نوبت واخلئ!

 تر هر څه وړاندې باید د سفارت د ویب سایټ له لارې نوبت (موعد) واخیستل شي.

 د موعد له ټاکنې وروسته د لیکلي پیغام په توګه ستاسې ثبت شوې شمېرې ته لیږل کیږي، لطفا له نوبت اخیستلو پرته سفارت ته د راتللو زحمت مه باسئ.

 د ویب سایټ ادرس دادی: http://afgembassy.net

لاندې ټول اسناد راوړئ!

 د دې لپاره چې د نقل معلومات ترڅنګ د نوي پاسپورت د ترلاسه کولو چارې مو په یو ځای ترسره شي نو سفارت ته د مراجعې په وخت لاندې ټول اسناد له ځان سره راوړل اړین دي، که اسناد نیمګړي وي نو ستاسې کار نه شي ترسره کیدلای.

  1. د نقل معلوماتو د ځانګړی فورم پرنټ.
  2. د تثبیت هویت لپاره د دوه تنه شاهدانو عکسونه او د تذکرو کاپيانې یې.
  3. په جوازاتو کې د ګوتو نښان (بصمه) درلودل.
  4. له ابشر څخه (خلو سوابق) د عدم مسولیت جرمي سند.
  5. اصل پاکستانی پاسپورټ، چې د سعودي عربستان د دخول ویزه ولري.
  6. ستاسې د پاکستاني پاسپورټ، اقامې او ویزې درې درې کاپیاني.
  7. ستاسې د پېژندپاڼې دوه عدد کاپیاني.
  8. اووه دانې د پاسپورت سایز( 4X5) عکسونه، چې شاته پرده یې سپینه وي او فوټوشاپ شوی نه وي.
  9. د جوازونو ابشر پرنټ.
  10. عنوان الوطني (د استوګن ادرس )

نوټ: هغه هېوادوال چې له پخوا د پاکستاني پاسپورت سره یوشان افغانی پاسپورټ لري، کولای شي له نوبت اخیستلو ورسته سفارت ته مراجعه وکړي، او د مراجعې په وخت باید لاندې ذکر شوي اسناد له ځانه سره ولري:

  1. اصلي پاکستاني پاسپورټ چې د سعودي عربستان د دخول ویزه ولري.
  2. د پاسپورټ او ویزې کاپي.
  3. اصلي افغانی پاسپورټ چې د پاکستاني پاسپورټ سره ورته وي او کاپي یې.
  4. اصل اقامه او کاپي یې.
  5. عدم مسولیت جرمي سند (خلو سوابق) له ابشر.
  6. اووه دانې( 4X5) سایز عکسونه، چې د عکس شاته پرده سپینه وي او فوټوشاپ نه وي.
  7. د ابشر پرنټ
  8. عنوان الوطني ( د استوګن ادرس )

 د یادونې وړ ده چې د افغان او پاکستاني پاسپورټ لرونکي مراجعین کولای شي چې دواړه پاسپورټونه او ورسره اړوند نور اسناد په جده کې د افغانستان جنرال قونسلګرۍ له لارې هم د نقل معلوماتو پروسې ته وړاندې کړي.

 نوټ: هغه هېوادوال چې لاندې ستونزي ولري، لومړی باید پورته یاد شوي ستونزې حل کړي له هغه وروسته دې د نقل معلوماتو پروسې لپاره نوم لیکنه وکړي.

  1. ترافیکي جریمې (مخالفات مروری) لري.
  2. بلاغ هروب.
  3. ایقاف خدمات.
  4. نوم یې بدل کړی وي، عمر یې اقامه او پاسپورټ کې فرق لري او یا یې هم د افغاني پاسپورټ شمېره د جوازاتو په سیستم کې پورته کړی وي.
  5. اقامه یې له وخته تېره وي.
  6. لومړی پاکستانۍ پاسپورټ چې د سعودي عربستان د دخول ویزه په کې وي، لا درکه شوی وي باید له ځانه سره د ورک شوي پاسپورټ سند ( بلاغ فقدان الجواز )، کوم چې د جوازاتو له ادارې صادر کیږي، ولري.