ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ایران او چین د بهرنیو چارو وزیرانو ټیلیفوني خبرې کړي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي په یوه ټیلیفوني تماس کې د سیمې پر وروستیو بدلونونو او د امریکا  او اسرائیلو له لوري پر ایران د پوځي تېري پر پایلو خبرې کړې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په وینا، سید عباس عراقچي په دې ټیلیفوني خبرو کې د امریکا او یو شمېر نورو هېوادونو هغه هڅې غندلې چې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د ایران پر وړاندې د فشار راوړلو لپاره ترسره کېږي.

نوموړي ویلي، چې امنیت شورا د نړیوالې سولې او د امنیت د ساتنې پر ځای، د امریکا او اسرائیلو د تېري اصلي عامل له پامه غورځوي او ایران ملامتوي.

عراقچي زیاته کړې: «د ایران جدي تمه له امنیت شورا د غړو هېوادونو، په ځانګړې توګه له چین او روسیې دا ده چې د امریکا له لوري د امنیت شورا د ناوړه کارونې مخه ونیسي.»

بل‌خوا، د چین د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا د امریکا او اسرائیلو پر «غیرې قانوني» بریدونو د غندنې ترڅنګ ویلي، چې بېجینګ د نړیوال ډګر په کچه د زورواکو کړنو د درولو او د شخړو د حل لپاره د ډیپلوماسۍ او نړیوالو قوانینو پر درناوي ټینګار کوي.