ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د بغلان ولایت په بېلابېلو سیمو کې ۱۷ بېلابېل  لرغوني اثار موندل شوي

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، د بغلان ولایت په بېلابېلو سیمو کې ۱۷ تازه موندل شوي لرغوني اثار راټول او ثبت شوي دي.

د دې وزارت په وینا، په دغو آثارو کې د لرغونو دورو خټین او ډبرین ابزار او لوښي شامل دي.

دغه‌راز مسولین زیاتوي چې دا اثار د لرغون‌پوهانو د سروې‌ګانو په پایله کې موندل شوي دي.

همدارنګه د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، د بغلان مرکز اړوند څلورم سړک په «کافر کلا» لرغونې سیمه کې د کوشانيانو دورې پینځه ډوله ډبرین ابزار موندل شوي، چې پکې د مېخ وهلو ډبره، د میچنې پاسنۍ برخې ډبره او یو شمېر مات او نیمګړي آثار شامل دي.

همدارنګه، په همدې سیمه کې د خټینو لوښو ۱۱ ټوټې پاتې شوني او یوه بله ټوټه د اتم او نهم سړکونو ترمنځ له سیمې ترلاسه شوې ده.

د بغلان ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس د دغو اثارو ارزښت ته په اشارې ویلي، چې موندل شوي توکي ځانګړی تاریخي او کلتوري اهمیت لري او کولای شي د لرغونو دورو، په ځانګړي ډول د کوشاني دورې، د ښه پېژندلو لپاره مهم رول ولوبوي.