ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مفتي عنايت الله خوارزمي: د ډیورند فرضي کرښې په اوږدو کې ټولې سيمې د امنيتي ځواکونو تر کنټرول لاندې دي

د ملي دفاع وزارت ویاند مفتي عنایت‌الله خوارزمي وایي، چې د افغانستان دفاعي ځواکونه د خپل هېواد د خاورې د دفاع او ساتنې لپاره ژمن دي.

ښاغلي خوارزمي ټینګار کړی، چې د ډیورند فرضي کرښې په اوږدو کې ټولې سیمې د امنیتي ځواکونو تر کنټرول لاندې دي او د ځینو سختو او لرې پرتو سیمو د ساتنې لپاره هم کلک هوډ شتو لري.

نوموړي زیاته کړې، هېڅوک باید د افغانستان د خاورې د هېڅ برخې په اړه اندېښنه ونه لري.