ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

پروان کې د «ارغوان‌ګل» کلنۍ مشاعره ترسره شوه

د پروان ولایت په ګل غونډۍ هوټل کې د «ارغوان‌ګل» څوارلسمه دوره کلنۍ مشاعره د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مسوولینو او کلتورپالو په شتون کې ترسره شوه.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، چې په دې مشاعره کې د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه راغلو نامتو شاعرانو، لیکوالانو، ادیبانو، کلتور پالو، ځوانانو، د شعر مینه‌والو او ادب‌پالو ګډون کړی و.

د اطلاعاتو او کلتور وزیر شیخ شېر احمد حقاني، د شعر او ادب پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل، چې شاعرانو ته په کار ده، چې هره موضوع په شعر کې راونه‌نغاړي نه، بلکې خپل اشعار دې د ټولنې د خیر، برکت او اصلاح لپاره وکاروي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې شاعران او لیکوالان باید خپلې لیکنې د شریعت، ملي یووالي، اسلامي ارزښتونو او مثبتو پیغامونو پر بنسټ وړاندې کړي.

ښاغلي حقاني زیاته کړه، یووالی د هر هېواد د معنوي او مادي پیاوړتیا لامل ګرځي او د همدې یووالي په برکت په هېواد کې د امن فضا ټینګه شوې ده.

همدارنګه، نوموړي شاعرانو او لیکوالانو ته ډاډ ورکړ، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپلو امکاناتو په حدودو کې د کلتور پالانو ملاتړ ته ژمن دی.

دغه‌راز، د هنر او کلتور مرستیال مولوي عتیق‌الله عزیزي د پروان د رهبرۍ او اړوندو ادارو څخه مننه وکړه او ویې ویل، چې پروان تل د کلتور  او هنر مهم سنګر پاتې شوی دی.

 نوموړي زیاته کړه، دا ډول ادبي او کلتوري مشاعرې د شاعرانو او لیکوالانو لپاره مناسب فرصت برابروي، څو د خپلو احساساتو او افکارو له لارې د ټولنې مثبت ارزښتونه انعکاس کړي.

همدارنګه ښاغلي عزیزي له شاعرانو وغوښتل، چې د نظام او د شهیدانو مېړانۍ د شعر په ژبه بیان کړي.

ورته مهال دیني عالم، شیخ عزیزالله مظهري، په خپلو خبرو کې وویل، چې جهاد دوه بڼې لري: یو د تورې له لارې او بل د قلم او شعر له لارې؛ نو په اوس وخت کې شاعرانو ته په کار ده، چې د خپل قلم له لارې د ټولنې لارښوونه وکړي.

دغه‌راز، د مشاعرې په ادبي برخه کې شاعرانو او ترنم ویونکو د خپلو خوږو، ژورو او له احساساتو ډکو شعرونو په وړاندې کولو سره د تالار فضا رنګینه کړه.

د ارغوان ګلونو د ښکلا، د هېواد د مینې او یووالي په اړه ویل شوي شعرونه د ګډونوالو له تود هرکلي او احساساتي غبرګون سره مخ شول، چې د ځوانانو شور او ولولې او د مشرانو ژور ادبي فکر دې غونډې ته ځانګړې ښکلا وربخښلې وه.

په ټوله کې، د ارغوان‌ګل کلنۍ مشاعره د ادب، احساس، ښکلا او یووالي یو یادګاري او نه‌هېرېدونکی محفل و، چې یادونه به یې د ګډونوالو په زړونو کې د اوږدې مودې لپاره پاتې شي.