ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

تېرو څو ورځو کې د طبيعي پېښو له امله ۲۸ هېوادوال شهيدان شوي

له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ملي اداره وايي، چې د روان کال د وري میاشتې له ۶مې نېټې څخه تر دې دمه په هېواد کې د بارانونو، سېلابونو، غره ښوېیدنې او تالندې بریښنا د رالوېدو له امله ۲۸ تنه شهیدان او ۴۹ نور ټپیان شوي دي.

د یادې ادارې په وینا؛ دغې موده کې ۵۶۸ کورونه هم تخریب شوي دي.

له بلې خوا، د سمنګان ولایت په ځینو سیمو کې د سېلابونو راوتلو له امله د دې ولایت د مرکز او ولسوالیو کې استوګنیزو کورونو او کرنیزو ځمکو زیانونه اړولي دي.

په همدې حال کې، د ملي دفاع وزارت اړوند د پروان لواء ځواکونو د دې ولایت د غوربند ولسوالۍ د شینوار په سیمه کې هغه عمومي سړک، چې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله تړل شوی و، بېرته د تګ راتګ پر مخ پرانیستی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې مسوولینو له خلکو غوښتنه کړې، چې د سېلابونو پر مهال له پلونو، سیندونو او ټیټو سیمو څخه لرې پاتې شي.