د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي د یوې خبري ناستې پر مهال ویلي، چې په تېره څهباندې یوه میاشت کې یې له امریکا سره هېڅ ډول خبرې اترې نه دې کړي.
د ښاغلي بقایي په وینا، په دې موده کې د امریکا له لوری د ځینو منځګړو په واسطه د یو شمېر وړاندیزونو سره د خبرو اترو وړاندیز شوی؛ مګر د تهران دریځ خورا روښانه دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړې:« ایران هغه خیانت چې د یو کال نه په کمه موده کې په دوو بېلابېلو دورو کې د ډیپلوماسۍ پر وړاندې ترسره شوی، هېڅکله نه هېروي.»

