ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

پنجشېر، تخار او سمنګان ولایتونو کې تړل شوې لارې بېرته د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوې

د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس خبر ورکړی، چې د پنجشېر ولایت د عنابه ولسوالۍ مسیر، چې د دښتک، زمانکور، دالان‌سنګ او پل نیلاب سیمې هم پکې شاملې دي، د تخار د نمک‌آب ولسوالۍ مسیر او د سمنګان د خُرم–سارباغ لاره، چې د پرله‌پسې بارانونو او سېلابونو له امله د ترافیکو پر مخ  تړل شوې وې، بېرته د تګ راتګ پر مخ پرانیستل شوې دي.

د ښاغلي حق‌شناس په وینا، دغه لارې د ټولګټو وزارت د ولایتي ټیمونو د شپه‌ او ورځ هڅو په پایله کې پاکې شوې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د سمنګان د روی دوآب ولسوالۍ مسیر لا هم د ملاعلي پُل په سیمه کې د ترافیکو پرمخ تړلی دی او د بیا پرانیستلو لپاره یې د ترمیم چارې روانې دي. حق‌شناس همدارنګه ویلي، چې د خلکو د تګ راتګ ستونزو د حل لپاره یوه بدیله فرعي لار هم جوړه شوې، څو خلک وکولای شي د همدې لارې له لارې روی دوآب ولسوالۍ ته تګ راتګ وکړي