ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د سيلابونو او نورو طبيعي پېښو له امله خلکو ته ګڼ مالي او ځاني زیانونه اوښتي

د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي ملي اداره وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په یو شمېر ولایتونو کې د بارانونو سیلابونو، غر ښوېیدنې او تالندې را لوېدو پېښو له امله خلکو ته مالی او ځاني زیانونه اوښتي.

د یادې ادارې په وینا، په دغو پېښو کې ۱۴ هېوادوال شهیدان او ۱۸ تنه ټپیان شوي دي. ۵۰ کورونه په بشپړ او ۴۲۶ نور په نسبي ډول او همدارنګه ۱۶ دوکانونه هم په بشپړ او نسبي ډول ویجاړ شوي دي.

د یادې اداري ولایتي ریاستونو زیانمنو شویو ته د رسېدنې په موخه بېړني ګامونه پورته کړي او ورسره د نغدي خوراکي او غیرې خوراکي مرستو بهیر پیل شوی.