ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مسکو کې د افغانستان سفير د روسيې نړيوال امنيتي فورم په مقدماتي غونډه کې ګډون وکړ

په مسکو کې د افغانستان د اسلامي امارت سفیر مولوي ګل حسن حسن د روسیې د نړیوال امنیتي فورم په مقدماتي غونډه کې ګډون وکړ.

په مسکو کې د افغانستان سفارت وايي، چې په دې مقدماتي ناسته کې د راتلونکي فورم د موضوعاتو په اړه لومړني معلومات وړاندې شول.

ټاکل شوې ده، چې دغه فورم د مې میاشتې له ۲۶مې تر ۲۸مې نېټې پورې په مسکو کې ترسره شي، چې تمرکز به یې پر نړیوال امنیت، سیمه‌ییزو همکاریو او مهمو سیاسي موضوعاتو وي.