په مسکو کې د افغانستان د اسلامي امارت سفیر مولوي ګل حسن حسن د روسیې د نړیوال امنیتي فورم په مقدماتي غونډه کې ګډون وکړ.
په مسکو کې د افغانستان سفارت وايي، چې په دې مقدماتي ناسته کې د راتلونکي فورم د موضوعاتو په اړه لومړني معلومات وړاندې شول.
ټاکل شوې ده، چې دغه فورم د مې میاشتې له ۲۶مې تر ۲۸مې نېټې پورې په مسکو کې ترسره شي، چې تمرکز به یې پر نړیوال امنیت، سیمهییزو همکاریو او مهمو سیاسي موضوعاتو وي.

