ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ټولګټو وزارت: د بارانونو پر مهال د لارو د خلاص ساتلو لپاره بشپړ چمتووالی لرو

د ټولګټو وزیر ملا محمدعیسی ثاني د دې وزارت ټولو ولایتي ریاستونو او کاري ټیمونو ته لارښوونه کړې، چې په باراني ورځو او د سېلابونو پر مهال د هېوادوالو د خوندي تګ راتګ لپاره بشپړ چمتووالی ولري.

 د دغه وزارت په وینا، په لویو لارو او سړکونو کې د سېلابونو راوتلو یا د غرښویېدنو پېښو پر مهال به اړوند تخنیکي ټیمونه بېړنی اقدام کوي او لارې به د ترافیکو پر مخ پرانیزي.

ټولګټو وزارت هېوادوالو ته ډاډ ورکړی چې د سختو ورښتونو او سېلابونو پرمهال به د هېواد لویې لارې او سړکونه د ترافیکو پر مخ پرانیستي وساتي.