په اذربایجان کې د افغانستان سفارت سرپرست ډاکټر محمد فیصل، د دغه هېواد د دولتي کډوالۍ ادارې د نړیوالو همکاریو له رییس الوی علییف سره لیدنه کړې ده.
په اذربایجان کې د افغانستان سفارت وايي، چې دواړو لوریو په دې لیدنه کې پر متقابلې همغږۍ او دوامدارې همکارۍ پر ټینګار سربېره، په دې هېواد کې د مېشتو افغانانو د حقوقي وضعیت او اړوندو همکاریو په اړه خبرې کړې دي.

