ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

له اذربايجاني چارواکو سره د ډاکټر محمد فیصل لیدنه؛ اذربایجان کې مېشتو افغانانو د حقوقي وضعيت په اړه خبرې شوي

په اذربایجان کې د افغانستان سفارت سرپرست ډاکټر محمد فیصل، د دغه هېواد د دولتي کډوالۍ ادارې د نړیوالو همکاریو له رییس الوی علییف سره لیدنه کړې ده.

په اذربایجان کې د افغانستان سفارت وايي، چې دواړو لوریو په دې لیدنه کې پر متقابلې همغږۍ او دوامدارې همکارۍ پر ټینګار سربېره، په دې هېواد کې د مېشتو افغانانو د حقوقي وضعیت او اړوندو همکاریو په اړه خبرې کړې دي.