ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

امريکايي ډيموکراتانو ملت ته د ټرمپ وروستۍ وینا دروغجنه او کرکجنه بللې

امریکایي ډیموکراتونو د ایران د جګړې په تړاو ملت ته د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ د تېرې شپې پر وینا سختې نیوکې کړي او غندلی یې ده.

د کانګرس غړې یاسمین انصاري په همدې تړاو ویلي چې د ټرمپ هغه ګواښ، چې ګواکې ایران به «د ډبرو زمانې ته ستنوي»، د دغه ۹۰ میلیونه وګړو لرونکي هېواد په تړاو یو ډېر کرکجن، وېروونکی او بد تعبیر دی.

د کانګرس بل غړي جیم هایمز بیا ویلي، چې د ټرمپ د وینا له پای ته رسېدو وروسته یوازې په یوه ساعت کې د تېلو بیې په هر بېرل کې ۵ ډالره لوړې شوې.

هایمز زیاته کړې: «ښایي نن شپه په ټروث سوشیل کې ډېره توده فضا وي، خو زه لا هم ډاډه نه یم چې هغه څه وویل.»

ورته مهال سناتور کریس وان هولن ویلي، چې ټرمپ دوه اونۍ مخکې وویل «موږ بریالي شو»، خو نوموړي د امریکا خلکو ته دروغ ویلي دي.

وان هولن زیاته کړې: «دا وهمي سړی زموږ هېواد او ټولې نړۍ ته یو خطر دی.»

ورته مهال امریکايي قانون جوړوونکي سېت مولټن د ټرامپ د وینا په غبرګون کې خبرداری ورکړی، چې د ایران په اړه د ټرمپ «لار ورکې، بې‌خبره » تګلارې امریکایي سرتېري له خطر سره مخ کړي دي.