د اقتصاد وزیر قاري دین محمد حنیف د ملګرو ملتونو سازمان ادارو او د کورنیو او بهرنیو موسسو له مسولینو سره د همغږۍ په ناسته کې وویل، د پاکستان پوځي رژیم د بېرحمه بریدونو له امله تراوسه د هېواد په ۹ ولایتونو کې ۲۷ زره او ۳۴۴ کورنۍ بېځایه شوې دي.
د ښاغلي حنیف په وینا، دغه کورنۍ په نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، پکتیا، خوست، پکتیکا، زابل او کندهار ولایتونو کې بېځایه شوې دي.
د اقتصاد وزیر د ملګرو ملتونو ادارو او موسسو له مسولینو وغوښتل، چې یادو شویو کورنیو ته بېړنۍ مرستې برابرې کړي.

