ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان سفیر د اوزبیکستان د ولسمشر له مرستیال سره لیدنه وکړه

تاشکند کې د اسلامي امارت سفیر شیخ عبدالغفار بحر د اوزبیکستان د ولسمشر له مرستیال او د مرکزي اسیا نړیوال انسټیټیوټ له رییس جولان وهابوف سره لیدنه وکړه.

تاشکند کې د افغانستان سفارت وایي، چې په دې لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا، علمي، اقتصادي او سوداګریزو همکاریو او دغه راز د سیمه‌ییز اتصال او ترانزیټ په اړه خبرې شوې دي.

یاد سفارت زیاته کړې، چې دغه راز دواړو لوریو پر افغان خاوره د پاکستان پوځي رژیم تېري ته په اشاره، د افغانستان د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته پر درناوي ټینګار کړی دی.