ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

بامیان کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل شو

په بامیان پوهنتون کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د پالیسۍ او مسلکي مرستیال ډاکټر زین‌العابدین عابد په حضور کې د نیالګیو کېنولو ګمپاین پیل شوی.

ښاغلي عابد په خپلو خبرو کې د نیالګیو کېنولو پر اهمیت ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې ټاکل شوې روان کال بامیان کې ۲ میلیونه او ۶۰۰زره نیالګي کېنول شي.

نوموړي زیاته کړې، د دې ادارې د اته کلن پلان پر اساس د ۱۴۱۰ لمریز کال تر پایه پورې به د ټول هېواد په کچه ۲۰۰ میلیونه نیالګي کېنول شي.