د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د ملي امنیت د عالي شورا په استازیتوب په یوه اعلامیه کې د سیمې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د پاکستان له هڅو مننه کړې.
سید عباس عراقچي ویلي، که د امریکا بریدونه ودرېږي، د ایران وسلهوال ځواکونه به هم خپل دفاعي بریدونه ودروي.
دغهراز نوموړي زیاته کړې، چې د دوو اونیو لپاره به په هرمز تنګي کې خوندي تګ راتګ د ایران د وسلهوالو ځواکونو په همغږۍ او د شته تخنیکي محدودیتونو په رعایت سره ممکن وي.
ورته مهال نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې د ایران او امریکا ترمنځ د دوه اوونیز اوربند له هوکړې وروسته، چې د هرمز تنګي بیا پرانیستل هم پکې شامل دي، د نړۍوال نفت بیې په چټکۍ سره راټیټې شوې دي.
د راپورونو له مخې، د امریکا د خامو نفتو بیه شاوخوا ۱۶ سلنه راکمه شوې او د هر بیرل بیه یې ۹۴.۵۹ ډالرو ته رسېدلې ده؛ په داسې حال کې چې د برېنټ نفتو بیه هم له ۱۵ سلنې کمښت سره د هر بیرل په بدل کې ۹۲.۳۵ ډالرو ته راښکته شوې ده.

