ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

سید عباس عراقچي: د امریکا د بریدونو په درېدو سره به ایران هم خپل دفاعي بریدونه ودروي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د ملي امنیت د عالي شورا په استازیتوب په یوه اعلامیه کې د سیمې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د پاکستان له هڅو مننه کړې.

سید عباس عراقچي ویلي، که د امریکا بریدونه ودرېږي، د ایران وسله‌وال ځواکونه به هم خپل دفاعي بریدونه ودروي.

دغه‌راز نوموړي زیاته کړې، چې د دوو اونیو لپاره به په هرمز تنګي کې خوندي تګ راتګ د ایران د وسله‌والو ځواکونو په همغږۍ او د شته تخنیکي محدودیتونو په رعایت سره ممکن وي.

ورته مهال نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې د ایران او امریکا ترمنځ د دوه اوونیز اوربند له هوکړې وروسته، چې د هرمز تنګي بیا پرانیستل هم پکې شامل دي، د نړۍوال نفت بیې په چټکۍ سره راټیټې شوې دي.

د راپورونو له مخې، د امریکا د خامو نفتو بیه شاوخوا ۱۶ سلنه راکمه شوې او د هر بیرل بیه یې ۹۴.۵۹ ډالرو ته رسېدلې ده؛ په داسې حال کې چې د برېنټ نفتو بیه هم له ۱۵ سلنې کمښت سره د هر بیرل په بدل کې ۹۲.۳۵ ډالرو ته راښکته شوې ده.