د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د تلیفوني اړیکې له لارې، د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره د سیمې امنیتي وضعیت، وروستيو بدلونونو او اوربند په اړه خبرې کړې دي.
د ایراني رسنیو د راپور له مخې، اردوغان په دې خبرو کې ویلي، چې ترکیې له اړوندو هېوادونو سره یو ځای د اوربند رامنځته کولو لپاره جدي هڅې کړې دي.
هغه ټینګار کړی چې باید له راتلونکو خبرو اترو څخه د تلپاتې سولې او ثبات د رامنځته کېدو لپاره ښه ګټه واخیستل شي، او زیاته کړې یې ده چې انقره په دې پړاو کې د مرستې لپاره بشپړ چمتووالی لري.

