د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري له سیاسي شنونکو، مخورو او د پوهنتون له استادانو سره لیدلي.
ملا نورالله نوري ټینګار کړی، چې په هېواد کې حاکم اسلامي نظام د یوې ډلې نه؛ بلکې د ټولو افغانانو ګډ نظام دی او ټولو افغانانو ته په یوه سترګه ګوري.
ورته مهال سیاسي شنونکو مخورو او د پوهنتون استادانو ویلي، چې افغانستان د قومو او قبایلو ټاټوبی دی او دغه قومونه به ورڅخه ساتنه کوي.
هغوی همدارنګه له اسلامي امارت څخه د ملاتړ تر څنګ زیاته کړې، چې اوس د حاکم نظام په برکت امنیت ټینګ شوی او له دې نظام سره به په هر میدان کې ولاړ وي.
ورته مهال، د جرګو او قبایلو د همغږۍ معین، مولوي محمد علي جان احمد، ياده ناسته کې ویلي: «د یوې ټولنې او نظام لومړنۍ بریا د هغوی فکري او عقیدوي یووالی دی، چې لله الحمد دا زموږ په ملت کې موجود دی.»
یادونې وړ ده چې، یاده ناسته کې د استخباراتو ریاست استازي مولوي اختر شاه هاشمي او د ياد وزارت مقام د دفتر رییس مولوي نیازمحمد تقي هم ګډون درلود.

