ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملا نورالله نوري: اسلامي امارت د ټولو افغانانو ګډ نظام دی

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري له سیاسي شنونکو، مخورو او د پوهنتون له استادانو سره لیدلي.

ملا نورالله نوري ټینګار کړی، چې په هېواد کې حاکم اسلامي نظام د یوې ډلې نه؛ بلکې د ټولو افغانانو ګډ نظام دی او ټولو افغانانو ته په یوه سترګه ګوري.

ورته مهال سیاسي شنونکو مخورو او د پوهنتون استادانو ویلي، چې افغانستان د قومو او قبایلو ټاټوبی دی او دغه قومونه به ورڅخه ساتنه کوي.

هغوی همدارنګه له اسلامي امارت څخه د ملاتړ تر څنګ زیاته کړې، چې اوس د حاکم نظام په برکت امنیت ټینګ شوی او له دې نظام سره به په هر میدان کې ولاړ وي.

ورته مهال، د جرګو او قبایلو د همغږۍ معین،  مولوي محمد علي جان احمد، ياده ناسته کې ویلي: «د یوې ټولنې او نظام لومړنۍ بریا د هغوی فکري او عقیدوي یووالی دی، چې لله الحمد دا زموږ په ملت کې موجود دی.»

یادونې وړ ده چې، یاده ناسته کې د استخباراتو ریاست استازي مولوي اختر شاه هاشمي او د ياد وزارت مقام د دفتر رییس مولوي نیازمحمد تقي هم ګډون درلود.