ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کرنې وزارت پلاوي په روسیه کې له افغان پانګه‌والو سره د پانګونې پر فرصتونو خبرې کړي

د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت یو لوړپوړي پلاوي د روسیې فدراسیون کې له مېشتو افغان پانګه‌والو او سوداګرو سره د کرنې او مالدارۍ په سکټور کې د پانګونې فرصتونو او اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.

دغه ناسته د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ ترسره شوې، چې پکې د هېواد د کرنیزو سکټورونو اوسنی وضعیت او وروستۍ لاسته راوړنې وڅېړل شوې.

نوموړي د کرنیزو تولیداتو زیاتوالي، د بڼوالۍ پراختیا، د اوبو لګولو سیستمونو ښه‌والي او د نباتي برخې پیاوړتیا ته اشاره وکړه.

ښاغلي عثماني همدارنګه د مالدارۍ په سکټور کې د پرمختګونو، لکه د حیواني روغتیا ښه‌والي او د لبنیاتو او غوښې تولید زیاتوالي یادونه وکړه.

د کرنې وزارت پلاوي په بېلابېلو برخو کې د پانګونې پر پراخو فرصتونو ټینګار وکړ او له افغان پانګه‌والو یې وغوښتل، چې په هېواد کې پانګونه وکړي او د اقتصادي ودې او کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې ونډه واخلي.

بلخوا، په روسیه کې مېشتو افغان پانګه‌والو د یادو معلوماتو هرکلی وکړ او ژمنه یې وکړه، چې د کرنې او مالدارۍ په سکټور کې به پانګونې ته لا زیاته پاملرنه وکړي. دغه‌راز هغوی د تولید، صادراتو او بازارونو د پراختیا په اړه خپل وړاندیزونه هم شریک کړل.

په پای کې، دواړو لوریو د حکومت او خصوصي سکټور ترمنځ د همغږۍ پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او دا یې د اقتصادي ودې او دوامدار پرمختګ لپاره مهم وباله.