په هېواد کې د غالیو ټولنه وایي، چې په تېر کال کې د ۱۸ میلیونه ډالرو په ارزښت شاوخوا شپږ زره غالۍ او څلور زره متره ګلیم ۳۷ بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي دي.
د دغې ټولنې رییس عبدالله رحمان قل ویلي، چې د یادو صادراتو ډېره برخه امریکا، ترکیې او یو شمېر اروپایي هېوادونو ته شوې ده.
نوموړي زیاته کړې، چې دا مهال د غالیو د پروسس ډېری چارې د هېواد دننه ترسره کېږي او که دا بهیر لا پراخ شي، نو شاوخوا ۵۰ زره کسانو ته به د کار زمینه برابره شي.
د غالیو د ټولنې رییس همداراز ویلي، هڅه کوي د غالیو نندارتونونه زیات کړي، څو کورني تولیدات نړیوالو بازارونو ته ښه معرفي شي، ترڅو د افغان غالیو لپاره نوي پېرېدونکي پیدا شي.
دغهراز نوموړي له اسلامي امارت څخه غوښتنه کړې، چې په ولایتونو کې د غالیو اوبدلو لپاره ځانګړي صنعتي پارکونه او مشخص ځایونه وټاکي، څو دغه لرغونی صنعت منظم، معیاري او لا پراخ شي.
بلخوا، د غالیو اوبدلو یو شمېر کارکوونکو د خپلو ستونزو په یادولو سره له حکومت او اړوندو ادارو غوښتي، چې د دوی ملاتړ وکړي، تولیداتو ته یې بازار ومومي او د روزنیزو پروګرامونو له لارې د کارکوونکو مهارتونه لوړ کړي.

