ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا سعودي عربستان ته د افغان حاجیانو د لېږد بهیر پیل شو

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري تېره ورځ(جمعه) د روان ۱۴۴۷هـ ق / ۱۴۰۵هـ ش کال سعودي عربستان ته د افغان حاجیانو د لېږد بهیر په رسمي ډول پیل شو.

د دې بهیر د پیل په مناسبت د کابل په مجتمع‌الحجاج کې ځانګړې غونډه جوړه شوې وه، چې پکې د وزارت مسلکي مرستیال مولوي حافظ محمد حامد حسیب، د مرکزي ریاستونو رییسانو، یو شمېر علماوو، د اریانا افغان او کام ایر هوايي شرکتونو مسوولینو او د لومړي پرواز حاجیانو ګډون کړی و.

په غونډه کې د وزارت مسلکي مرستیال حاجیانو ته په وینا کې د حج د فریضې پر معنوي ارزښت او شرعي حکمتونو رڼا واچوله او ټینګار یې وکړ چې حاجیان باید دغه عبادت د اسلامي لارښوونو سره سم په اخلاص او تقوا ترسره کړي.

نوموړي وویل، د حج فریضه د اسلام له مهمو ارکانو څخه ده او د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د افغان حاجیانو د خدمت، تنظیم او اسانتیاوو برابرولو لپاره لازم تدابیر نیولي دي.

دغه‌راز نوموړي له حاجیانو وغوښتل چې د سفر سختۍ د صبر او حوصلې سره وزغمي.

ورته مهال، د حج، عمرې او زیارتونو عمومي رییس مولوي محمد نبي محمدي وویل، سږ کال به له افغانستان څخه ۳۰ زره حاجیان د اریانا افغان او کام ایر هوايي شرکتونو له لارې سعودي عربستان ته ولېږدول شي.

نوموړي زیاته کړه، دغه حاجیان به د هېواد له څلورو هوايي زونونو څخه د ۹۶ پروازونو په ترڅ کې انتقال شي، چې ۱۵ زره به مدینې منورې او پاتې ۱۵ زره به جده ته ولېږدول شي.

ښاغلي محمدي همداراز وویل، د حاجیانو د ښه تنظیم او خدمت لپاره ځانګړي هیئتونه مخکې له مخکې سعودي عربستان ته استول شوي، څو د خدماتو د کیفیت لوړولو او د همغږۍ د ښه کولو په برخه کې له اړوندو شرکتونو سره کار وکړي.