ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اطلاعاتو او کلتور وزیر په هرات کې له تاریخي ابداتو او کلتوري مرکزونو لیدنه وکړه

د اطلاعاتو او کلتور وزیر شیخ شیر احمد حقاني د خپرونو چارو د مرستیال مهاجر فراهي په ملتیا هرات ولایت ته د خپل سفر پر مهال د اختیارالدین تاریخي کلا، هرات موزیم او هریوا دارالفنون څخه لیدنه کړې ده.

د لیدنې پر مهال، نوموړي د تاریخي میراثونو د ساتنې پر اهمیت ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د هېواد تاریخي ابدات د ملي هویت مهمه برخه جوړوي او وزارت ژمن دی، چې د دغو میراثونو د ساتنې، بیارغونې او راتلونکو نسلونو ته د ورپېژندنې لپاره عملي او دوامدارې هڅې وکړي.

ښاغلي حقاني زیاته کړې، چې د موزیمونو او دارالفنونونو په څېر کلتوري او تعلیمي مرکزونه د ځوان نسل د پوهاوي په لوړولو او د تاریخ او کلتور سره د هغوی د اړیکو په پیاوړتیا کې مهم رول لري.

ورته مهال، د خپرونو چارو مرستیال مهاجر فراهي ویلي، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت هر کال د تاریخي آبداتو د ساتنې، ترمیم او بیارغونې لپاره ځانګړې بودیجه ځانګړې کوي او په دې برخه کې دوامدارې هڅې روانې دي.

د اختیارالدین کلا او هرات موزیم مسوولینو ویلي، چې هره میاشت شاوخوا ۳۰۰۰ کورني سیلانیان د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه د دغو تاریخي ځایونو لیدنه کوي، چې دا د هرات د تاریخي او کلتوري آثارو پر وړاندې د خلکو د لېوالتیا د زیاتوالي ښکارندویي کوي.

دغه لیدنه داسې مهال ترسره کېږي، چې هرات د هېواد له مهمو تاریخي او کلتوري مرکزونو څخه ګڼل کېږي او لا هم د لرغونو میراثونو د ساتنې او د ګرځندوی د پراختیا پروګرامونو په محور کې قرار لري.