د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي اوزبېکستان ته په سفر کې د بلاروس د صنعت له وزیر اندری یوګنیویچ کوزنتسوف سره لیدلي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، دواړو لوریو د راکړې ورکړې کچې زیاتوالي او له بلاروس څخه د نفتو پېرلو په اړه خبرې کړي.
د یاد وزارت په وینا، ښاغلي عزیزي په دې لیدنه کې د بلاروس له پانګوالو غوښتي چې په افغانستان کې په بېلابېلو په ځانګړې ډول د درملو په برخه کې پانګونه وکړي.

