اکسیوس خبري ویبپاڼې د یو شمېر سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې ښایي د امریکا د ولسمشر مرستیال جيډي وینس د امریکا پر وخت (سېشنبه، د اپریل ۲۱مه) سهار مهال له ایران سره د خبرو په موخه اسلاماباد ته روان شي.
دا په داسې حال کې ده، چې تازه د ایران د پارلمان رییس، محمدباقر قالیباف ویلي چې تهران جګړې ته چمتو دی، خو د ګواښ تر سیوري لاندې خبرې نه مني.

