د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو معینیت له لوري تېر ۱۴۰۴ لمریز کال د هېواد په کچه زرګونه ځوانانو ته په بېلابېلو برخو کې خدمتونه وړاندې شوي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ارقامو لهمخې په یاده موده کې د فریلانسر په توګه نړیوالو بازارونو کې په انلاین بڼه ۱۵۰۰ ځوانانو ته د کار زمینه برابره شوې.
دغه راز په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۹ زره کسانو ته د فریلانسېنګ، کمپیوټر، انګلیسي ژبې، ګرافیک ډیزاین، پروګرامینګ، د موبایل او کمپیوټر ترمیم او نورو برخو کې زدهکړې ورکړل شوې دي.
د دې سربېره ۴۰ خصوصي پوهنتونونو ته په تخفیف شاوخوا ۵۰۰۰ ځوانان ور پیژندل شوي او ۳۰۰ بېوزله زدهکړیالانو ته د لیلیې اسانتیا برابره شوې ده.
همدا راز ځوانانو ته د لا ښه خدمتونو وړاندې کولو په موخه ۳۰ کورنیو او بهرنیو بنسټونو سره د همکاریو ناستې ترسره شوې دي.

