د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي، د سعودي عربستان د بهرنیو چارو له وزیر فیصل بن فرحان سره په ټیلیفوني خبرو کې د دوهاړخیزو اړیکو، په سعودي کې د مېشتو افغانانو لپاره د اسانتیاوو او سیمهییزو موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت په وینا، مولوي امیرخان متقي په پیل کې د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ د اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی او په سیمه کې یې د سعودي هڅې د ثبات لپاره مهمې بللې دي.
نوموړي د سعودي له لوري مننه کړې چې په دغه هېواد کې یې مېشتو افغانانو ته د معلوماتو د لېږد په برخه کې اسانتیاوې برابرې کړې دي.
همدارنګه ښاغلي متقي د ډیپلوماټیکو استازولیو د بشري ظرفیت پر لوړولو ټینګار کړی دی.
بلخوا، د سعودي د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی او د استازولیو د ظرفیت لوړولو هرکلی یې کړی دی.
نوموړي د سیمې ثبات مهم بللی او د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ له لارې یې د کړکېچونو پر حل ټینګار کړی دی.
په پای کې، دواړو لوریو د اړیکو پر دوام او په مناسب وخت کې د لیدنو کتنو د ترسره کېدو ژمنه کړې ده.

