د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراجالدین حقاني په کابل کې د چین له سفیر ژاوشینګ سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع ویلي، په دې لیدنه کې ښاغلي حقاني ټینګار کړی چې د افغانستان حکومت د سراسري ثبات غوښتونکی دی او تمرکز یې د خلکو د ستونزو پر حل او هوساینې دی.
د نوموړي په وینا، په دې ناسته کې د سیمهییزو ستونزو د حل په برخه کې د چین د هڅو پر ارزښت هم ټینګار شوی دی.

